خبرونهنړۍ

غزه کې له سولې سره د امریکا مخالفت؛ ملګري ملتونه د یو بل پرېکړه لیک د تاییدولو هڅه کوي

نړۍ، د وري ۶مه، بهرنۍ رسنۍ

وروسته تر هغې چې د تېرې جمعې په ورځ امریکا متحده ایالاتو یو ځل بیا په غزه کې د اوربند مسوده ویتو کړه، ملګري ملتونه په پام کې لري، چې نن یو ځل بیا په ځایي وخت ۱۰ بجې دغه سازمان په نیویارک کې د اوربند نوي پرېکړه لیک ته رایه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د فلسطیني جهادي ډلو او صهیونست رژیم د پلاوو ترمنځ خبرې روانې دي او د رسنیو د راپورونو له مخې دواړه لوري په ځینو مواردو کې هوکړې ته رسېدلي دي.

د اوربند او سولې د خبر سره هممهاله اسرایلي پوځیانو په غزه کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د دغې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې لسګونه کسان شهیدان او ټپیان کړي.

دغو بریدونو کې ډېر تلفات په دیر البلاح پر یو کور د بمبارۍ له امله اوښتي، چې ۱۸ تنه په کې شهیدان شوي دي.

د غزې په روانه جګړه کې تر دا مهاله ۳۲ زره ۲۲۶ تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته