خبرونهامنیتTOP

عالیقدر امیرالمومنین: د مجاهدینو په صفونو او مرکزونو کې دې کم عمره کسان نه استخدامېږي

کابل / د وري ۷ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه عالیقدر امیر المومنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله آخند زاده د اسلامي مارت نظامي مسوولینو ته لارښوونه کړې چې په مرکزونو او صفونو کې کم عمره کسان استخدام نه کړي.

د اسلامي امارت د مشرتابه په فرمان کې ویل شوي چې د مجاهدینو په هېڅ مرکز کې دې کشران (کم عمره) نه پرېښودل کېږي او نه دې په هېڅ جهادي عملیاتو کې برخه ورکول کېږي، ځکه چې د نوموړو جسمونه د جهادي عملیاتو توان او برداشت نه لري. په فرمان کې زیاته شوې چې په مرکزونو کې د کشرانو وجود د فتنو سبب هم دی او د مجاهدینو د بدنامۍ سبب هم ګرځي.هغه له مسوولینو غوښتنه کړې چې په جدیت د دې کار مخنیوي ته توجه وکړي او که کوم څوک سرغړونه کوي د نظامي چارو کمېسیون دې یې خلع سلاح کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته