خبرونهنړۍ

صهیونست پوځ کې درز؛ اسرایلي چارواکي تاکتیکي تېښته کوي

نړۍ، د غوايي ۴مه، باختر 

وروسته تر هغې چې پرون دوشنبې د اسرایلي پوځ د اطلاعاتو مشر اهارون حالیوا له دندې استعفا وکړه، د اسرایلو یدیعوت احارنوت ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د اسرایلي پوځ د مرکزي سیمو د قطعاتو قومندان یهودا فاکس هم له دندې استعفا کوي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې یهودا د پوځ مشر ته په یو لیک کې لیکلي، چې د روان کال د اګست د میاشتې له لومړۍ نېټې پوځ کې خپلې دندې ته دوام نه شي ورکولی.

ورځپاڼې د ځینو سرچینو له قوله ویلي، چې د دغو پوځي چارواکو د استعفا لامل د فلسطیني جهادي ډلو په مقابل کې ماتې بلل کیږي.

اسرایلو کې د نتانیاهو سیاسي مخالفینو بیا د دغو چارواکو له استعفا څخه هرکلی کړی او دا یې د ماتې نښې نښانې بللې دي.

د اپوزیسیون مشر یاییر لاپید له نتانیاهو غوښتي، چې نوموړی هم استعفا وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته