امنیت

د طالبانو مالي منابع د انسان تښتونې له پيسو څخه تمويليږي.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٣
دهيواد  د ملي امنيت اداره  وايي انسان  تښتونه د طالبانو دمالي منابعو يوه     برخه ده .
دغې ادارې په  هغې  خبرپاڼه کې چې باختر آژانس ته يې ليږلى ده ليکلي دي . دحقاني د ترورستي شبکې يوه قوماندان په مبارز مشهور قادر څه  موده مخکې دسيمع الله په  نامه دخپل يو همکار په  واسطه په  پکتيا ولايت کې دجاويد په نامه يو تنکى ځوان چې د ګرديز ښار اوسيدونکى و ،  وتښتاوه او  زرملى ولسوالۍ ته يې وليږداوه او دهغه دخلاصون په  بدل کې يې  دهغه له  کورنۍ څخه پنځه سوه زره ډالره غوښتي  و.
امنيتي موظفينو د قضيې په اړوند سميع الله د ګرديز ښار له مربوطاتو څخه ونيوه.
دغه قضيه  ښيي چې د حقاني شبکه دخپلو ډلو د تمويل په  مقصد د افرادو او اشخاصو په تښتولو لاس  پورې کوي او غواړي له دې لارې پيسې ترلاسه کړى او په تروريستي فعاليتونو کې  ورڅخه استفاده  وکړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته