خبرونهنړۍ

صهیونستي جنګي کابینې د چارو کنترول له لاسه ورکړی

نړۍ، د غوايي ۲ مه، بهرنۍ رسنۍ

د ایران تسنیم خبري اژانس د اسرایلي رسنۍ (هاآرتص) د یو تحلیلي خبر له قوله لیکلي، چې اسرایلي جنګي کابینې په غزه کې تر ناکامو عملیاتو او دغه راز په وروستیو کې د ایران تر بریدونو وروسته د چارو کنترول له لاسه ورکړی او ګډوډي په کې زیاته شوې ده.

دغه تحلیلي خبر کې ویل شوي، چې ممکن صهیونستي کابینه داسې پرېکړې وکړي، چې روانه جګړه د سیمې نورو هېوادونو ته وغځوي.

مخکې تر دې هم د اسرایلي چارواکو ترمنځ د نظر اختلاف په اړه بېلابېل خبرونه خپاره شوي دي.

اسرایلو کې پر اوسني حکومت نیوکې د دې له امله مخ په ډېرېدو دي، چې نه دی توانېدلی تر دا مهاله د غزې په جګړه کې پرمختګ وکړي او یا هم د خپلو اسیرانو د ازادېدو په اړه کومه لاسته راوړنه ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته