ټولنه

پنځه تنه ځوانان د سولې د پيغام د رسولو په مقصد له مزارشريف څخه پلي کابل ته راځي

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٤
د بلخ ولايت پنځه تنه ځوانان د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس او اجراييه رييس ته د سولې د پيغام د رسولو لپاره په خپلو پښو د مزارشريف له ښار څخه د کابل لور روان شول .
دغو پنځو تنو ځوانانو (موږ سوله غواړو) تر شعار لاندې د سولې د ستورو په نامه پنځه کسيزکاروان د بلخ په ولايت کې جوړ کړى دى او د کابل په لور روان شول.
دغه ځوانان وايي: موږ په افغانستان کې سراسري سوله غواړو.
دوى وايي چې خپل د سولې پيغام د هيواد په پايتخت کې له جمهور رييس سره شريکوي او په هيوادکې د دايمي سولې او ثبات د تامينولو غوښتنه کوي.
يو ځوان سميع الله ايماق وويل چې ټاکل شوې ده د دوى پنځه کسيز کاروان تر شلو ورځو پورې کابل ته ورسيږي.
ايماق او د هغه ملګري وايي چې د دوى د دغه مدني يون هدف په افغانستان کې د سراسري سولې ټينګښت، د نا امنيو، ډار اچونې او د بې عدالتيو له منځه وړل دي.
دبلخ دولايتي شورا رييس محمد ابراهيم خير انديش چې ددغو ځوانانو د روانيدو په وخت کې حاضر و؛ د دغو ځوانانو دغه يون مدني حرکت وباله.
خير انديش وويل: دا لومړى ځل دى چې د بلخ ځوانان په دغه شان يون سره د ملي وحدت د حکومت جمهور رييس او اجراييه رييس ته ښيي چې د افغانستان خلک سوله غواړي او له جګړې او انسان وژنې څخه کرکه لري.
دا د بلخ ولايت د ځوانانو لومړۍ پنځه کسيزه ډله ده چې د مزارشريف له ښار څخه تر کابل پورې د ٥٠٠ کيلومترو واټن، په وهلو د هوا سړښت او د امنيتي چلنجونو په زغملو سره په خپلو پښو وهي چې د سولې او ثبات ملاتړ يې کړى وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته