سیاستخبرونهاقتصادTOP

شیخ‌الحديث دلاور: هغه افغانان چې له هېواده بهر په زده کړو بوخت دي؛ زموږ ملي پانګه ده

کابل، د کب ۲۵مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر او د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره وکتل.
د‌ کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دې کتنه کې شیخ‌الحدیث شهاب الدین دلاور، د د واړو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب او اړیکو د ښه والي، د دوو کلونو په موده کې د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو، د هرات د غوریانو اوسپنې د څلورو بلاکونو، د بدخشان د راغستان او د کندز د سرو زرو کانونو او د هرات د نفتو ګازو بلاکونو ‏په اړه چې اوس‌مهال د داوطلبۍ لپاره اعلان ته سپارل شوي دي؛ خبرې کړې دي.
په کابل کې د ایران سفیر هم د افغان محصلینو په اړه چې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د اکتشاف، د کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې، ‏په ياد هېواد کې په زده کړو بوخت دي؛ خبرې کړي او د بېلابېلو برخو ترڅنګ یې، د کانونو په برخه کې د هر ډول همکاریو د چمتووالي خبره هم کړې ده.
په پای کې، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي دي: “ټول هغه افغانان چې له هېواده بهر په زده کړو بوخت دي؛ زموږ ملي سرمایه ده؛ ‏هېواد هغوی ته اړتیا لري او ډاډه یم چې د زده کړو له بشپړېدو وروسته به د هېواد اقتصادي پراختیا او پرمختګ لپاره بېرته هېواد ته راستانه شي”.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته