ښوونه او روزنه

دکابل پولتخنيک پوهنتون سږکال څه دپاسه نهه سوه تنه محصلان جذب کړل

کابلباختر د وري ٢٠ مــــــــه

د کابل پولتخنيک پو هنتون  د ١٣٩١ تعليمې کال لپاره څه دپاسه نهه سوه تنه فارغان چى د کانکور از موينه يي په برياليتو ب سره تيره کړي ده ومنل

د کابل پولتخنيک پوهنتون رئيس پوهنوال عزت الله عامد باختر اژانس ته وويل دغه محصلان چې نجو نې اوهلکان پکى شامل دي ددغه پوهنتون په ساختمانې ، جيو لو جي او کانونو ،الکتروميخانيک ، د کمپيوتر په انجنيري اود کيميا وي تګنا لو ژي په پوهنځيو کې منل شوي دي

 ده زياته کړه چې د کابل دپولتخنيک پو هنتون هر کال زيات شمير زده کوونکى د کا نکور د ازموينې له لاري جذ بوي او هر کال  دپوهنځيو له بيلا بيلو څانګو څخه څه نا څه پنځه سوه تنه فارغوي

دکا بل پولتخنيک د پو هنتون رئيس وويل په دې پوهنتون کې څه ناڅه درې زره تنه محصلان چې په سلو کې اووه يي نجو ني دي د ٢١٧ تنو استادا نو له خوا په بيلا بيلو څانګو کې زده کړه کوي

 ده زياته کړه هڅه کوي په روان کال کې د کابل پولتخنيک پوهنتون په چوکاټ کې د  جيو ديزي په نا مه يو نوي پو هنځې اودغه راز دديناميکى جيو لو جې اود بربنډ استخراج نوي ديپارتمنتونه جوړ کړي چې له يوې خوا په دغو برخو کى مسلکي کسان وروزل شي او له بله پلوه په دې پوهنتون کې ديو شمير نورو ځوا نا نو د منلو لپاره زمينه برا بره شي

 پوهنوال عامد زياته کړه چې په دي  پو هنتون کې له ١٣٥٧ کال څخه تر ١٣٧٤ کال پوري دماسترۍ پرو ګرام پرمخ بيول کيده او زيات شمير محصلان د ماستري له دورو څخه فارغ شوي دي خو په وروستيو کلو نوکې دستو نزو له ا مله دغه پرو ګرام وځنډول شو

ده وويل په ١٣٩٠ کال کې په کابل پولتخنيک پوهنتون کې د ماستري پرو ګرام بيا پيل شو او همدا اوس په هايدرو ليک ، هايدرو تخنيکې  ودانيو اود ودانۍ په ديپارتمنتو نو کې نو لس تنه په زده کړه بوخت دي

 دکا بل پو لتخنيک پو هنتون په ١٣٤٦  کال کې جوړ شوى دى او له اړوندو څانګو څخه يي تر او سه پوري په زرګونو تنه مسلکي کسان فارغ شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته