کابل / د غويي ١٠مه / باختر
د طالبانو يو قوماندان د دغې ډلې له پنځو غړیو سره په هرات کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.
په حافظ علم مشهور ملا معروف تېره شپه په شينډنډ ولسوالۍ کې د کومانډویانو په عملياتو کې چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ ترسره شول، ووژل شو.
د ځانګړو عملياتو قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو عملياتو کې د يوه جګپوړي قوماندان په ګډون ۶ وسله وال طالبان ووژل شول او د هغوى جنګي وسايل د پوځيانو لاس ته ورغلل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبرله مخې:
افغان ځواکونه د هرات له ګڼ مېشتو لارو څخه ٢۶ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم-ج-ا