ميمنه باختر دمرغومي دمياشتې ٦ نيټه :
درې تنه وسله وال طالبان تېره شپه د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
د فارياب د پوليسو وياند باختر آژانس ته وويل: دغه جګړه د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ په کنجک کلې رامنځته شوه چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: په دې جګړه کې دغه راز پنځه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: د وسله والو طالبانو يوه اندازه مهمات او جنګي وسايل د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي او په دې نښته کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.
د يوبل خبرله مخې:
دوه تنه وسله وال طالبان پرون د دغه ولايت د پښتون کوټ ولسوالۍ په تموى کلي کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل