کابل، د وري ۲۹مه، باختر
د سټنډرډ ملي ادارې د حیرتان بندر له لارې اړوند هېواد ته د یوه واګون بې کیفیته ګاز د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یو واګون پټرول، چې مجموعي وزن یې ۱۹ ټڼه ۹۸۰ کیلو ګرامه ته رسېږي د حیرتان بندر له لارې تر لابراتواري کتنو وروسته اړوند هېواد ته مسترد کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د سټنډرډ ملي ادارې له لوري په وروستیو څو میاشتو کې سلګونه ټانکره بې کیفیته نفتي توکي بېرته اړوندو هېوادونو ته ورګرځول شوي دي.