کابل/ د وري٢٣ مه / باختر
د افغانستان د روغتيا وزارت وايي چې د سره صليب نړيوالې کمېټې د پکتيا له عامې روغتيا رياست سره د ٢٠ زرو امريکايي ډالرو په ارزښت د درملو او طبي وسايلو مرسته وکړه.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د مرستو دغه بسته به د پکتیا ولایت پر روغتیايي مرکزونو ووېشل شي او د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې به ترې ګټه واخیستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د بانکي سکتور په برخه کې د ستونزو له امله د درملو او طبي وسایلو د واردولو بهیر له ستونزو سره مخ شوی او په همدې دليل په بازار کې ځیني درمل کم شوي او بیې یې لوړې شوې دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له دې وړاندې هم له نړیوالې ټولنې غوښتي و چې د افغانستان له روغتیايي سکتور سره دې سیاسي معامله نه کوي او د تېر په څېر دې د هېواد له روغتیايي بنسټونو سره مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.
\ ذ