امنیت

دوه تنه مهم طالبان په جوزجان ولايت کې ووژل شول .

-کابل باختر دزمري اتلسمه :
دوسله والو طالبانو دډلې  له خوا دوه تنه نومول شوي ولسوالان په جوزجان ولايت کې ووژل شول .
دکوماندو دځواکونو وياند سليم جاويد باختراژانس ته خبرورکړ دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دجوزجان ولايت دفيض اباد او خانقاه ولسواليو ته نومول شوي ولسوالان مولوي نقيب الله  او مولوي احمد شاه له څلورو تنو همکارانو سره يې ددغه ولايت دمرديانو ولسوالۍ  په مربوطاتو کې دماين دچاودنې له امله  ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې پيښه کې نهه تنه نور طالبان ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته