خبرونهاقتصادټولنه

زابل کې ترځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه شوې

کابل، د غوايي ۴مه، باختر 

د زابل ولایت ځایي چارواکي وايي چې وروستیو اورښتونو زابل کې خلکو ته د یوه اباد او سمسور کال هیلې پیدا کړې او له کلونو کلونو وچکالیو وروسته لومړی ځل دی چې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه لوړیږي.

د زابل ترنک سیندیزې حوزې تخنیکي سلاکار لطف الله عمري د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، د زابل بیلابیلو سيمو کې له ۳.۵-۵ مترو پورې ترځمکې لاندې د اوبو کچه لوړه شوې چې د خلکو هیلې ورته زیاتې شوې دي.

پرهمدې حال د زابل یو شمېر اوسیدونکي وايي له کلونو کلونو وچکالیو وروسته اباد کال ته خوشحاله او هیلې يې پیدا  شوې دوی وايي تر لسو مترو پوري یې د برمو او څاګانو اوبه لوړې شوې او ډیر خوشحاله دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته