سیاست

د رياض غونډه، له ډار اچونې سره د مبارزې په کارکې داسلامي هېوادونو ترمنځ د يوې اجماع پيل

کابل/ باختر دثور ٣١:
دسعودي عربستان د رياض ښار نن له ډار اچونې او تروريزم سره دمبارزې په کارکې د اسلامي هېوادونو او د امريکا د کنفرانس د پيل ډګر دى، هغه کنفرانس کې چې کيداى شي د اسلامي هېوادونو ترمنځ د يوې اجماع پيل وي .
د باختر آژانس مفسر ليکي:
د اسلامي هېوادونو يوشمېر مشرانو او استازو او دغه راز د امريکا د متحده ايالاتو استازي نن د سعودي عربستان د رياض په ښارکې راټول شوي دي چې له ډار اچونې سره د مبارزې د څرنګوالي په باب غور وکړي . 
دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړيږي چې نړۍ له بل هر وخت څخه زيات له ډار اچوونکو او بنسټپالو فعاليتونو سره مخامخه ده او زياتره هغه تروريستي  سازمانونه او جريانونه چې د بشريت په وړاندې راپاڅيدلي دي، اسلامي القاب  او شعارونه لري او د اسلامي هېوادونو له جغرافيا سره يې سر بهر کړى دى. نن که چيرې خبره د داعش، لښکر طيبه، لښکر جهنګوي، حزب التحرير، بوکو حرام، الشباب او يا د طالبانو ده، د هغوى د فعاليت مرکزونه اسلامي هېوادونه خو په  سترو او له سيمې څخه بهر شعارونو سره دي .
دغه راز دغې ډلې خپله څېره، القاب او نښه له دين څخه وړاندې کړې ده او د نورو اديانو د پيروانو ترمنځ  له اسلام سره د دښمنۍ سبب شوې ده .
سره له دې چې د دغو سازمانونو د جوړولو او ودې څرنګوالى معلوم  دى او نن يو زيات شمېر لويديځ هېوادونه په خپله اعتراف کوي چې له اسلامي دايرې څخه بهر د قدرتمندو هېوادونو استخباراتي سازمانونه د دغه شان سازمانونو په جوړولو او سمبالولوکې رول لري او له هغو سره د سياسي وسيلې او لوبو په توګه  استفاده کوي. خو دا په نړۍ کې اسلامي هېوادونه او مسلمانان دي چې د دغې ډلې د فعاليت د نتيجو اصلي پيټى په اوږو اخلي او تاوان يې ورکوي .
ټول په دې پوهيږي چې د طالب او داعش په ګډون تروريستي ډلې او جريانونه  د کومو مقصدونو لپاره جوړ شوي دي او کوم کسان له هغو څخه ګټه  اخلي؟ که چيرې نن له اسرائيلو او لويديځ سره د داعش له اړيکو څخه پرده پورته شوې ده او يا له روسيې او نورو هېوادونوسره د طالبانو ورځ په ورځ زياتيدونکى تمايل  مشهود او بربنډيږي، دا مسلمانان دي چې قرباني ورکوي. نه يوازې په خپله په خپلو هېوادونوکې د سياسي لوبو او سياستونو قرباني کيږي چې د داعش او طالب په نامه خلاصه کيږي، بلکې په نورو هېوادونوکې له ټولنيز او توکميز توپير سره مخامخ دي .
په داسې حال کې چې د اسلام له دايرې څخه بهر کړۍ هلې ځلې کوي چې تروريزم  او بنسټپالنه د اسلام له نامه سره غوټه کړي او ځينې اسلامي هېوادونه په مشخصو دلايلو د دغه پروګرام ملاتړ کوي .
  هغه څه چې مهم دي، دا دي چې د دغه شان لوبو اصلي قرباني مسلمانان دي او د هغوى خاوره هم د دغه شان فعاليتونه مرکز دى. نو د دغه شان غرضي او له فتنو ډکو پروګرامونو په شتون کې دا د اسلامي هېوادونه واکمنان، روحانيون، سياستوال او خلک دي چې ودريږي او له اسلام سره د دښمنۍ، توپير او د ډول ډول ناخوالو په وړاندې مبارزه وکړي .
د رياض غونډه کيداى شي د تروريزم، بنسټپالنې او د هغو توطيو په وړاندې  د مسلمانانو د يوې سترې اجماع پيل وي چې د مسلمانانو او د اسلامي هېوادونو په وړاندې شتون لري .
په دې ترڅ کې افغانان چې په خپله او هېواد يې له ډار اچونې سره د مبارزې په کارکې زياتې قربانۍ ورکړې دي او هېواد يې د بهرنيو هېوادونو په سيالۍ او نيابتي جګړوکې زيات تاوان  ليدلى دى، په دغه شان يوه غونډه کې د ويلو لپاره  زياتې خبرې لري .
د افغانستان د خلکو لومړۍ خبره دا ده چې ډار اچونه او تروريزم دې د يوه کلي او نړيوال ګواښ په توګه وپيژندل شي، د تروريزم او بنسټپالنې په ګډون پديدې نه شي کولى د ښه او بد په نامه جلا شي، خو دا چې دغه پديدې د نړيوال ګواښ او د بشريت پرخلاف ګواښ په توګه  تعريف شي .
بله خبره دا چې بايد تروريستي ډلې د وسيلې په توګه ونه کارولې شي او بايد ځينې هېوادونه له دغو ډلو سره د وسيلې په توګه استفاده د خپلو دولتي سياستونو يوه برخه ونه ګرځوي او له هغوى څخه  په نيابتي او استخباراتي جګړو کې استفاده ونه کړي. طالبان هغه ډله چې په افغانستان کې  په وحشت او دهشت  لاس پورې کوي، اوس د سيمې د يوشمېر هېوادونو د وسيلې په توګه د سياستونو په يوې برخې بدل شوي دي .
د افغانستان خلک او دولت په دې ټينګار کوي چې بايد اسلامي هېوادونه خپلې ګټې او مسووليتونه د اسلام په دايره کې درک کړي او نور دې د نورو لپاره  د ستونزو او مزاحمت عامل نه شي او په نيابتي جګړوکې دې له افراطي ډلو څخه  استفاده ونه کړي .
  هيلې دا دي چې د رياض د غونډې برخه وال د تروريزم په باب يو واحد تعريف  ترلاسه کړي او له دغې کرغيړنې پديدې سره د مبارزې په کارکې دې همکار او همغږي شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته