خبرونهنړۍ

روسیه د اروپا پر وړاندې د جګړې پلان نه لري

نړۍ، د وري ۹مه، بهرنۍ رسنۍ

د روسیې ټاس خبري اژانس نن پنجشنبې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر وېلادیمیر پوتین د پوځي پیلوټانو سره ناسته کې د خبرو پر مهال هغه تورونه رد کړل، چې ګواکې مسکو تر اوکراین وروسته پر اروپا د برید پلان لري.

نوموړي اروپایي حکومتونه د روسیې د برید په پلمه د خپلو خلکو د ډارولو او له دې لارې د زیاتو مالیاتو په راټولولو تورن کړي، زیاته کړې یې ده، چې اروپایي هېوادونه دغه ډول کړنې د خراب اقتصاد له امله کوي.

پوتین دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې اکثریت اروپایي مشران په اوکراین کې د روسیې د روان عملیاتو د غځېدو او اروپا ته د ورسېدو خبرداری ورکوي او ان فرانسوي مشر ایمانوېل ماکرون بیا روسیې سره د پوځي مخامخېدو ګواښ کړی وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته