کابل / د چنګاښ ۲ / باختر
مسوولینوپه روزګان کې د لسګونوسړکونو د بیا رغاونې خبرورکړ.
زیاتره دغه سړکونه د وروستیو دوو لسیزو په بهیر کې جوړاو پاخه شوي دي.
خو، د کیفیت د خرابولي او د لوړتوناژ باروړونکو موټرونو د تګ را تګ په پایله کې د دغو سړکونوځینې برخې ویجاړې شوې دي چې ترمیم او بیا رغاونې ته اړتیا لري.
د فواید عامې وزیرانجنیر نجیب الله یمین په پارلمان کې د روزګان د خلکو له استازی قدرت الله رحیمي سره په کتنه کې وویل چې په نږدې ورځو کې یوتخنیکي ټیم د روزګان د ټولوسړکونود څارنې په موخه دغه ولایت ته استول کېږي.
هغه وویل چې ټاکل شوې ده په روزګان کې لسګونو ویجاړشوي سړکونه بیا رغول کېږي.
د باخترآژانس د خبرله مخې، همدا اوس د ترینکوټ – قندهارسړک اساسي ترمیم د فواید عامې وزارت ترتخنیکي څارنې لاندې دی چې ټاکل شوې ژرعملي کاریې پیل شي.
د فواید عامې وزیر په دې لیدنه کې وویل چې د دوی تخنیکي ټیم د ترینکوټ – دهراود ، ترینکوټ – چناروتو واټونه او د روزګان یوشمېر نور سړکونه څاري چې بیا رغاونې لپاره زمینه برابره شي.