خبرونهاقتصادټولنه

روان کال په پنجشېر کې د واټرشیډونو او چکډیمونو ۳۶ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي

کابل، د مرغومې ۲۶مه، باختر 

د پنجشېر ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په روان کال کې د واټرشيډونو او چکډیمونو د ۳۶ پروژو د بشپړولو خبر ورکړی دی.

د یاد ریاست مشر قاري فضل الله دیوبند ويلي، چې دغه پروژې په مرکز بازارک او شتل، عنابه او رخه ولسوالیو کې ۶۶۶زره او ۱۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت بشپړې شوې دي.

د نوموړي په خبره یادې پروژې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په مالي ملاتړ د سېلابونو او باران اوبو د مدیریت او ترځمکې لاندې د اوبو سطحې د پیاوړتیا په موخه تطبیق شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې سرچینې همدارنګه وویل چې د یادو پروژو د تطبیق پر مهال ۹۴۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته