امنیت

په ننګرهارکې سلګونواړو کورنیو مرستې ترلاسه کړې

کابل / د زمري ۹ / باختر
په ننګرهارکې له سلګونو اړو کورنیوسره بشردوستانه مرسته وشوه.
دغه کورنۍ چې په بازارونوکې یتیم ماشومان یې په شاقه کارونو بوخت دي له دریو څخه ترشپږو میاشتوپورې اوړه ، غوړي ، بوره ، دال ، مکروني ، مالګه ، اوبو سړولوماشین ، جامې ، شامپواو صابون ترلاسه کړې .
د ژوندانه مرستندوی بنسټ دغه مرستې برابرې کړې وې.
د ننګرهارد رسنیو دفترد دغه بنسټ د مسوولینوله خولې ویلي دي چې په نورو ختیځو ولایتونوکې په سلګونو نورو کورنیوسره بشردوستانه مرسته کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته