خبرونهفرهنګټولنه

د ۲۱۵ العزم قل اردو هوایي ځواک په واورو کې ایسار ۷ تنه ژغورلي

کابل، د کب ۱۳مه، باختر
د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د ۲۱۵ العزم قل اردو هوایي ځواک له لوري په واورو کې ایسارې ۷ تنه ژغورل شوي دي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد د باختر آژانس سیمه ییز ته ویلي چې د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۷ غړي چې په وارو کې ایسارو د ۲۱۵ العزم قل اردو هوایي ځواک له لوري ژغورل او امن ځای ته انتقال شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې امینتي ځواکونو د هېواد په ګوټ ګوټ کې په واورو او سېلابونو کې بند پاتې سلګونه کسان او زرګونه څاروي، چې د مرګ له ګواښ سره مخ وو ژغورلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته