اعلامیهخبرونهTOPښوونه او روزنه

د ۱۴۰۳ ښوونیز کال د پیل په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت اعلامیه

کابل، د وري ۲مه، باختر

الحمد لله رب العلمين والصلاة والسلام على سيد المرسلين وعلى آله واصحابه اجمعين. قال الله تعالى: اقْرَأْ بِاسْمِ رَبَّكَ الَّذِي خَلَقَ (۱) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (۲) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ (۳) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (٤) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (۵) «العلق ۵-۱

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةً عَلَى كُلِّ مُسْلِم و ابن ماجه – ٢٢٤

اما بعد: تر هرڅه نه مخکې د هېواد ټولو قدرمنو علماء کرامو، مدرسينو، ښوونکو زده كوونكو طالب العلمانو او د پوهنې وزارت ټولو مسئولينو او منسوبینو ته د اسلام د عظیم پیغمبر او د بشریت دستر معلم رسول الله (صلى الله عليه وسلم ) مسنونه نبوي تحفه وړاندي کوم : السّلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكاتُهُ

د الله تعالی دربار ته د شکر او عقیدت نذرانې وړاندې کوو چې يو ځل بيا الحمد لله د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د سولی، امنیت او خوښی په فضاء کې ۱۴۰۳ ښوونیز کال پیل شو.

الله تعالى ته سوال او دعاء کوو، چې دغه ښوونيز کال دې زموږ د گران هېواد او قهرمان ملت لپاره د مزيد و خوښيو، سوکاليو او نېکمرغيو پيلامه وګرځي.

له همدې فرصت څخه په استفادې سره غواړم چې د پوهنې وزارت د مقام له ادرس څخه د هېواد له ټولو علماء کرامو، مدرسينو، ښوونكو ، طالب العلمانو او زده کوونکو سره څو اړينې سپارښتنې شریکې کړم

د هېواد له ټولو علماء کرامو مدرسینو او معلمینو څخه په ډېر درنښت هيله کوم تر څو د هېواد ځوان نسل ته د باكيفيته عادلانه او متوازنې ښوونې او روزنې په برخه کې د پوهنې وزارت د طرحه شویو پروگرامونو او کړنلارو په رڼا کې پوره زيار

وباسي او هڅه وکړي چې د هېواد بچيان په اسلامي عقيده او نبوي اخلاقو سمبال کړي، تر څو متعهد او متخصص کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه تقديم کړي.

په مرکز او ولاياتو کې د پوهنې وزارت ټولو مسئولينو او منسوبینو ته لارښوونه کېږي، تر څو د هېواد اقتصادي وضعيت ته

په پام سره له شته مادي او بشري سرچينو څخه مؤثره ګټه واخلي، د بیت المال په حفاظت او د لګښتونو په کنټرول او سپما کې پوره هڅه او هاند وکړي .

د هېواد په ټولو ګرانو زده کوونکو او طالبانو غږ کوو، تر څو په خپلو درسونو کې پوره هڅه او زيار وکړي، خپل وخت بې ځایه ضایع نه کړي د خپلو ښوونکو، والدينو او مشرانو احترام او اطاعت وکړي، اسلامي اصولو، ملي ارزښتونو، د هېواد علياء مصالحو او ملي ګټو ته ژمن واوسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته