خبرونهورزش

د کونړ رزمي لوبغالۍ ډېر ژر پرانستل کېږي

٤٥- کابل/د ليندى ٣٠مه/باختر
د کونړ لوبغالۍ ډېر ژر د رزمي ورزشکارانو د ګټې اخېستنې لپاره وړاندې کېږي
د افغانستان حکومت د دغې لوبغالي د جوړولو لپاره دوه پنځوس ميليونه افغانۍ لګولي دي.
دغه لوبغالى چې په اسعد اباد ښارکې موقعيت لري ټاکل شوې ده د رزمي ورزش د سياليواو د ورزش کارانو د تمرين لپاره وکارول شي.
د کونړ والي نن د دغه لوبغالي د جوړولو د بهير د څېړنې په وخت کې وويل د کونړ د رزمي ورزشونو د لوبغالي د جوړولوکار پنځه نوي سلنه پرمختللي دى او ټاکل شوې ده ډېر ژر پرانيستل شي.
د کونړد رزمي ورزشونو ورزشکاران د دغې لوبغالي د جوړولو په خاطر خوشحاله دي.
هغوى وايي تراوسه د سياليو د ترسره کولو لپاره يې معياري ځاى نه درلود.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته