خبرونهروغتیا

د کونړ د پیچ درې ولسوالۍ روغتون د ګټې اخېستنې په حال کې دی

٤٦- اسعدااباد/ د مرغومي ۲ مه/ باختر
د کونړ د پیچ درې په ولسوالۍ کې د یو روغتون د جوړولو کار مخ په خلاصېدو دی .
ټاکل شوې ده دغه روغتون څو ورخې وروسته ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي .
دغه روغتون دېرش بسترې لري چې داخلې ، جراحي او نسایی ولادي برخې لري .
المان د دغه روغتون جوړولو ته ٤٢میلیونه افغانۍ ورکړې دي .
د کونړ د عامې روغتیا رییس ډاکتر عزیز الرحمان ساپي د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه روغتون د پیچ درې تر څنګ به د ماڼوګي ولسوالۍ او د نورستان د ځینو برخواوسیدونکو ته یو مناسب روغتون وي .
هغه وویل چې ډېر ژر دغه روغتون په طبی وسایلو او تجهیزاتو سمبال کېږي او د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو لپاره روغتیایی کارکونکي به وګمارل شي . د معیاري روغتیایی مرکز نه شتون د دې سبب شوی دی چې د کونړ د ځینو برخو اوسیدونکي په خرابو لارو او د پیسو په زیات لګښت ، خپل ناروغان د اسعدا اباد ښار او ان مرکز ته ولېږدوي .
د کونړ روغتیایی مسولان وایی ډېر ژر به د څوکۍ او ناړۍ په ولسوالیو کې هم دغه شان روغتونونه جوړ شي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته