خبرونهاقتصادTOPټولنه

د کونړ د مناګي برېښناکوټ د ترمیم چارې پیل شوې 

کابل، د کب ۹ مه، باختر

د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د کونړ د مناګي برېښنا کوټ د اساسي بیار رغونې پیل شوې دي.

د کونړ ولایتي ادارې په هڅو د افغانستان برېښنا شرکت د مشرتابه پلاوي په ځانګړې سپارښتنه او پاملرنه، د کونړ ولايت د مناګي برېښناکوټ د اساسي رغونې چارې پرون د ۶،۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولایت مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني، د برېښنا شرکت رییس شهاب الدین یاسر، علماوو د شورا استازو، قومي مشرانو او امنیتي مسوولینو له خوا پیل شوې دي.

د کونړ مرستیال والي  مولوي عبدالله حقاني ویلي چې دا د اسلامي امارت منسوبینو او ولسونو لپاره ښه زیری دی، چې د دغې فابریکې چارې بیا پیل او ولسونه به له برېښنا برخمن شي.

ورته مهال د کونړ د برېښنا رییس شهاب الدین یاسر ویلي:« مرکزي ادارې مناګي برېښنا کوټ ته زیاته پاملرنه کړې، تخنیکي ډله یې رالېږلې او په جدیت سره چارې دوام لري، چې  په نږدې څلورو میاشتو کې به بشپړې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته