خبرونهټولنه

د کونړ د احصائیې او معلوماتو ریاست لپاره ودانۍ جوړه شوه

کابل، د وري ۴ مه، باختر

د کونړ سیمه ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د احصائیې او معلوماتو ریاست لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د یاد ولایت په مرکز اسعد آباد کې د احصائیې او معلوماتو ریاست لپاره دوه پوړیزه ودانۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په مالي ملاتړ بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

 

د یاد ولایت د احصائیې او معلوماتو رییس عبدالغفار ذکي ویلي چې یاد ریاست د ودانۍ نشتون له امله له زیاتو ستونزو سره مخ و او وروسته له دې به یادې ستونزې لرې او هېوادوالو ته به پر وخت خدمات ترسره کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته