امنیت

په قندهار کې چاودنې ١٠ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

قندهار/ د تلې ۳ مه / باختر
د قندهار د څوارلسمې حوزې اړوند د لالک ماما ودانۍ ته څېرمه د مقناطیسي ماین په چاودنه کې د دوو ماشومانو په ګډون ٣ کسان وژل شوي او ٧ نور یې ټپيان شوي دي.
امنیتي مسوولین وايي چې چاودنه تېره شپه اته بجې د جمهوري رياست د نوماند محمد اشرف غني انتخاباتي کمپاین ته څېرمه شوې ده.
د قندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په چاودنه کې د ٢ ماشومانو په ګډون ٣ کسان وژل شوي او ٧نور ټپيان شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته