امنیت

پنځه تنه په لوګرکې له طالبانو سره د همکارۍ په اړوند ونیول شول

کابل/ د تلې ۲۲ مه/باختر
په لوګرکې پنځه تنه له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په اړوند پرون ونیول شول.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه کسان د دغې قوماندانۍ د ځانګړو قطعاتو پولیسو په عملیاتوکې د محمدآغې ولسوالۍ په آب بازک کلي کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په شک نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه چې له نیول شویو څخه دوه کلاشنکوفونه او پوځي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.
پاى/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته