خبرونهاقتصاد

د کندهار د ترافیکو مدیریت ٢٤٧ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل, د کب ۲۴ مه, باختر
د کندهار د ترافیکو مسوولین وایي چې په روان مالي کال کې یې ۲۴۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي اسدالله جمشېد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې په روان کال کې یې ۲۴۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
جمشېد زیاته کړې چې ياد مديریت په روان کال کې د ترافیکي اصولو او مقرراتو ۱۹ کورسونه دایر کړي او ٤٩٤٩ کسان د ترافیکي اصولو د زده کړو څخه فارغ او برياليو کسانو ته د چلولو جوازونه ورکړل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته