کابل باختر د وري ديرشمه
دلغمان ولايت دمرکز دښوونځيو ښوونکو ته دساينسي مضمونونو روزنيز سيمينار ددغه ولايت دپوهنې رياست په تالار کې جوړ شو .
دباختر اژانس دخبر له مخې، دغه سيمينار د لغمان ولايت دپوهنې رياست له خوا دبرک موسسي په مالي مرسته جوړ شو اوپه هغه کې دساينسي مضمونونو او دلوست ورکولو دنويو لارو چارو په اړوند خبري کيږي .
په دې سيمينار کې دلغمان ولايت د مرکز دښوونځيو ٢٧ تنو ښوونکو برخه اخستې ده او د سيمينار کار ديارلس ورځې دوام کوي