خبرونهاقتصادټولنه

د کندهار او زابل په مستوفیتونو کې د لمریزې برېښنا شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د وري ۱۴مه، باختر
د کندهار او زابل په مستوفیتونو کې د ۳۵ او ۲۶ کیلو واټه په وړتیا، د لمریزې برېښنا شبکې فعالې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
باختر آژآنس ته د مالیې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د کندهار مستوفیت د برېښنا پر شبکه څه باندې دوه میلیونه ۶۱۳ زره افغانۍ او د زابل مستوفیت د برېښنا پر شبکه څه باندې دوه میلیونه ۵۴۷ زره افغانۍ لګښت راغلی چې د دواړو شبکو لګښتونه د مالیې وزارت له پراختیایي بودجې څخه ورکړل شوي دي.
د یادوني وړ ده چې مالیې وزارت هڅه کوي د ټولو ولایتونو مستوفیتونه او ګمرکونه عصري، برېښنایي او په اوسنۍ ټکنالوژي سمبال او د سیمې او نړۍ له سیسټمونو سره سیال کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته