خبرونهاقتصادTOPټولنه

د کندز د برېښنا ریاست څه باندې ۱ میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي

 کابل، د سلواغې ۲۴مه، باختر

د کندز د برېښنا ریاست د روان کال له پیله تر دې دمه څه باندې ۱ میلیارد افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.

د یاد ولایت د برېښنا رئیس ملا شهدالله نسیم وايي چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه ۱ میلیارد ۷ میلیونه ۷۳۵ زره ۲۳۷ افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د برېښنا رییس ویلي چې یاد عواید د برېښنا د لګښت بېلونو، د زرګونو میترونو په نصبولو او د ورته نورو خدماتو وړاندې کولو له درکه ترلاسه کړي دي.

نوموړي زیاته زیاته کړه کندز کې د برېښنا پېريدونکو ته په کتو څلور پایې ۴۰۰، شپږ پایې ۲۵۰، درې پایې ۱۰۰ او یوه یوه پایه ۲۰۰ او ۵۰ کیلو ولټ امپیر په ظرفیت سره ټرانسفرمرونه نصب شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د برېښنا د لګښتونو له امله د تېر حکومت میلیونونه ډالر پورونه هم ادا کړي او مخکې اداینه یې هم کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته