خبرونهامنیت

د کاپيسا د عالمانوشورا رييس ټپي شو

٤٨- کابل /د مرغومي ١٤مه /باختر
د کاپيسا د عالمانو د شورا رييس د هغه د سپرلۍ پر کاروان په يوه چاودنه کې ټپى شو .
په دې پېښه کې دوه تنه ووژل شول او د کاپيسا د عالمانو د شورا د رييس ميرويس کريمي په ګډون درې تنه نور ټپيان شول.
د رارسېدلوخبرونوله مخې ؛ بم د کاپيسا د عالمانو د شورا رييس د سپرلۍ په موټر کې ځاى پرځاى شوى و او نن کله چې له کابل څخه محمودراقي ته روان و، د صياد په بازار کې بم وچاودېد.
د کاپيسا يو امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه تنه ووژل شول او د کاپيسا د عالمانو د شورا د رييس ميرويس کريمي په ګډون درې تنه نور ټپيان شول.
د دغې پېښې د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه خبر نه دى ترلاسه شوى .
تراوسه پورې د دغې ناوړې پېښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو سيمه ييز خبرځايونو طالبان د دغې چاودنې مسوول بولي.
ختم_ج_ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته