خبرونه

  د کانونو او پټرولیم وزارت د کتاب نړیواله ورځ د کتابونو په ډالۍ کولو سره ونمانځله

کابل/د غوايي۴ مه/ باختر

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور تېره ورځ د کتاب نړۍ والې ورځې په مناسبت د کابل ښار له ‌څوکتاب‌ پلورنځيو(الفاروق، مکتبه الحرم، مکتبه نعمانیه، انتشارات جدید رشیدیه کې له اکسوس) کتاب پلورنځیو څخه لیدنه وکړه.

او همدارنګه د کتاب پلورنکو د هڅونې په موخه د شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور لخوا لیکل شوی (شهاب الباري شرح بخاري) په ګډون یو شمېر کتابونه ځوانانو او کتاب پلورونکو ته ډالۍ په توګه ورکړل شول.

په ورته وخت کې نوموړي د کتاب پلورونکو څخه د مننې تر څنګ غوښتنه وکړه، چې د کتابونو د چاپ په برخه کې ټولو هېواد والو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړئ او په مناسبه بیه یې وړاندې کړئ.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته