فرهنګ

اووه ديرش قلمه تاريخي آثار ملي موزيم ته وسپارل شول

کابل- باختر دمرغومي ديرشمه:
  اووه ديرش قلمه تاريخي آثار نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پوهنې د رييس له خوا د ساتنې په خاطر دکابل دملي موزيم مسوولينو ته وسپارل شول .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پوهنې رييس عبدالقدير تيموري دباختر اژانس خبريال ته وويل: دغه آثار د لرغون پوهنې رياست د لرغونپوهانو په واسطه د لوګر دعينکو د مسو د کان په ساحه کې ترلاسه شوي دي چې له اسلام څخه په مخکې دورو پورې اړوند خټيني  مجسمې او فلزي او خټين لوښې پکې دي .
  ده زياته کړه چې دغه آثار دکورنيوچارو وزارت د صفر دولس  قطعې دموظفينو په همکارى د لوګر ولايت دعينکو د مسو د کان له ساحې څخه کابل ته راليږدول شوي دي او د ساتنې په مقصد دکابل دملي موزيم مسوولينو ته وسپارل شول .
تيموري وويل چې څه موده مخکې هم د لرغونپوهنې رياست دوه تاريخي آثار چې دکابل ولايت د ده سبز ولسوالۍ د خواجه چاشت دکلي په مربوطاتو کې ترلاسه شوي و او د اسلامي دورې په ښکلا سره خټين لوښې پکې و؛ د ساتنې په خاطر يې دکابل دملي موزيم مسوولينو ته سپارلې دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته