کابل / د وري ۳۰مه / باختر
د رییس الوزرا الحاج ملا محمد حسن آخند په مشرۍ او د ریاست الوزرا د مرستیالانو او سرپرست وزیرانو په ګډون د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غونډې په پیل کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د ټاکل شویو پلاوو کاري راپورونه وړاندې شول او له مخې یې اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
همدا رنګه د کابینې په غونډه کې، په کابل ښار کې د فقر او سوالګرو د زیاتوالي پر عواملو بحث وشو او د دې ستونزې د حل لپاره د کار او ټولنیزو چارو او کورنیو چارو وزارتونو او دغه راز افغاني سرې میاشتې ادارې ته دنده وسپارل شوه چې دغه موضوع وڅېړي او د حل لپاره یې لازم اقدامات وکړي.
دغه راز په غونډه کې له هېواد څخه له غیرقانوني او قاچاقي لارو د خلکو تګ او له ایران سره په پوله کې د خلکو د بد وضعیت موضوع هم وڅېړل شوه او د څېړنې لپاره یې اړوندو ادارو ته مسوولیت وسپارل شو. لویې څارنوالۍ ته دنده وسپارل شوه چې په ایران کې د بندي افغانانو د پوښتنې او د امکان په صورت کې د بندیانو د استرداد موضوع لپاره یاد هېواد ته سفر وکړي.
د غونډې په پای کې پر نورو موضوعاتو هم بحث وشو او لازمې پرېکړې وشوې.
وهاج