– کابل / د وري ۱۲ مه / باختر
د کابل – جلال آباد پر لویې لارې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د کابل – جلال آباد د لویې لارې د ترافیکو ادارې یوه مسوول باخترآژانس ته وویل چې دغه پېښه د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې چې په دې پېښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
هغه د یادې پېښې اصلي علت د چلوونکو چټکتیا او بې احتیاطي وبلله.
ع