کابل، د غبرګولي۱۶مه، باختر
يو شمېر محدودو غيردولتي ورځپاڼو په خپلو خپرونو کې بېلابېلي سياسي او پوځي مسلې خپرې کړې دي او دغه راز د سيمې او نړۍ د روانو پېښو په اړه يې هم خبرونه او رپوټونه خپاره کړي دي.
د “اطلاعات روز” ورځپاڼې د” آقينه – اندخوي د اوسپنې پټلۍ د جوړولو کار پيل شو” ترعنوان لاندې ليکلي دي: په فارياب کې د طالبانو سيمه ييزو مسوولينو د آقينه – اندخوى د اوسپنې پټلۍ د جوړولو د کار د دوام خبر ورکوي.
د هغوی د څرګندونو له مخې د دغې اوسپنې پټلۍ د جوړولو کار ٩٠ سلنه بشپړ شوى دى.
د آقينه – اندخوی د اوسپنې پټلۍ ٣٠ کيلو متره اوږدوالى لري او په فارياب کې د دغې پټلۍ د جوړولو عملي کار د ١٣٩٨ کال د زمري په مياشت کې پيل شوى و.
د “٨صبح ” ورځپانې “په سمنګانو کې د نشه يي توکو پلور زيات شوی دی ”
ترعنوان لاندې ليکلي دي، په سمنګانو کې يو شمېر خلکو ٨ صبح ورځپاڼې ته ويلي چې د سيمه ييزو مسوولينو د نه پاملرنې له امله د نشه يي توکو پلورل زيات شوي او د روږدو کسانو شمېر هم زيات شوى دى.
د نشه يي توکو پلوراو د روږدو کسانو شتون د هېواد په زياترو ولايتونو کې ستر ټولنيز چلنچونه دي.
\ ذ