کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ او مرکزي محبس د مسؤولانو له لوري په یاد محبس کې د درېیو( اې.بي.س) لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ، چې د لیګ په شکل ترسره شوې، پایلوبه یې د اې او بي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې بي لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲/۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه زندانیانو ته د سالمې فضا برابرول او سپورټ ته هڅول ښودل شوې ده.