خبرونهټولنهTOP

د پکتیکا زلزله ځپلو لپاره ۱۹۲ کورونه وسپارل شول

 کابل، د سلواغې ۲۸ مه، باختر

په پکتیکا کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د ګیان زلزله ځپلې ولسوالۍ کې ۱۹۲ کورونه او ۱۰۵ تشنابونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د پکتیکا د ګیان زلزله ځپلې ولسوالۍ په زرمک جوني، ګلي، استون، مستون، غونډه څيړۍ او خدري کلیو کې د سرې میاشتې د ټولنې له لوري د ۴۷ میلیونه ۴ زره افغانیو په لګښت د تېرکال زلزله ځپلو ته ۱۹۲ کورونه او ۱۰۵ تشنابونه جوړ او د مالکینو په واک کې ورکړل شول، چې په یو کور۲ سوه ۲۶ زره افغانۍ او په هر تشناب ۳۴ زره ۴۰۰ افغانۍ لګېدلې دي.

د یادونې وړ ده، چې په برمل زلزله ځپلې ولسوالۍ کې هم د افغاني سرې میاشتي ټولنې له لورې په نظم خیل او مرغه کلیو کې دولس ۱۲ کورونه ۵ تشنابونه په دوه میلیونه اته سوه څلور اتیا زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټي اخېستنې ته وسپارل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته