امنیت

لس تنه وسله وال مالفين په هلمند ولايت کې ووژل شول

کابل باختر دثور  دويمه

 په هلمند ولايت کې دافغان امنيتي ځواکونو له خوا په تصفيوي عملياتوکې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

  د ٢١٥ ميوند قول اردو ويندوى ډګرمن  محمد رسول ځاځي  باختر اژانس ته وويل دغه عمليات دواشير ولسوالۍ  په کوشک  سيند  ، سرفولادي ، بيارک او دکار يزونو په سيمو کې  ترسره شول چې له امله يي لس تنه وسله وال طالبانو وژل شوي دي.

 خبرځاى  وويل  په دغو عملياتوکې امنيتي ځاکونو ته زيان نه دي اوښتي ..

   دغه راز  په دغو عملياتو کې په واشير ولسوالۍ  کې دنشه يي توکو د توليد يوه فابريکه هم ويجاړه شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته