خبرونهفرهنګټولنهTOP

د پکتیا د تاریخي بالاحصار د پاتې ۲۰ سلنه سروې چارې پیل شوې

کابل، د سلواغې ۲۳ مه، باختر

د کور او ښار جوړونې وزارت څخه پکتیا ولایت ته تللي پلاوي د ګردېز تاریخي بالاحصار بیارغونې په موخه د پاتې ۲۰ سلنه سروې د بشپړولو چارې پیل کړې دي.

د کور او ښارجوړونې وزارت د تاریخي ابداتو او فرهنګي میراثونو د مطالعاتو مسوول محمد یاسین هجرت د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې یاد ولایت ته د دوی د سفر موخه د ګردېزد تاریخي بالاحصار له حالت څخه لیدنه او د پاتې سروې بشپړول دي، همدارنګه زیاته یې کړه چې د یاد بالاحصار سروې تردې وړاندې ۸۰ سلنه بشپړې شوي او د برېښنا او اوبو رسولو په برخه کې د پاتې ۲۰ سلنه سروې چارې یې پیل کړي چې له بشپړېدو وروسته به د بیا رغونې کار یې پیل شي.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور آمر عقل خان وهاج وايي، د ګردېزتاریخي بالاحصار چې زرګونه کاله لرغونتیا لري او د نړېدو له ګواښ سره مخ دی چې باید ژر ترژره یې پاتې سروې بشپړه او بیاورغول شي.

مسؤلین وايي د ګردېز بالاحصار د سیاحت یوه تر ټولو مهمه سیمه ده، که بیا ورغول شي نو زیات کورني او بهرني سیلانیان ولري چې د عوایدو د ترلاسه کولو لپاره ښه سرچینه کېدای شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته