خبرونهورزش

د پکتيکا په مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د کب ۵مه، باختر
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په کشيوال کلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اسماعيل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د اسماعيل او کشيوال لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې اسماعيل لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۰/۱ په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د دغو سياليو موخه د شوروي اتحاد د ماتې ورځې نمانځل وو، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ او په پای کې د سپورټ آمريت له لوري غوره ورزشکارانو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته