خبرونهامنیتTOP

د پولیسو اکاډمۍ بېلابېلو پوهنځیو ته د جذب په موخه له څه باندې ۶ زره ځوانانو څخه د کانکور ازموینه واخیستل شوه

کابل، د کب ۲۷مه، باختر

کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ بېلابېلو پوهنځیو ته د نوي ۱۴۰۳ هــ ل تحصیلي کال د جذب په موخه له کابو ۶ زره ۴۷۸ ځوانانو څخه د کانکور ازموینې اخیستلو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت ویلي چې د یادې ازموینې د اخیستلو پرمهال د ازموینې ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني، د پولیسو اکاډمۍ تدریسي مرستیال پوهیالی حضرت محمد محمود او د پوهنځیو یو شمېر رئیسانو او استادانو ګډون کړی و.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بریا وروسته دا درېیم ځل دی چې زرګونه داوطلب ځوانان پولیسو اکاډمۍ ته د جذب په موخه د کانکور ازموینه ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته