خبرونهاقتصادTOPټولنه

د پنجشېر ۷ زره ۴۳۰ قیراطه زمرد د ۱۴۲ زره ډالرو په ارزښت وپلورل شول

کابل، د مرغومې ۲۶مه، باختر

د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت له کانونو تازه ترلاسه شوي ۷زره ۴۳۰ اعشاریه ۳ قيراطه زمرد نن د  ۱۴۲زره امريکايي ډالرو په ارزښت پلورل شول.

د دغه ولایت د کانونو او پټروليم رييس مولوي قاسم اميري وويل، چې په یوولسم ځل د پنجشېر له کانونو څخه تازه ترلاسه شوي زمرد د پنجشېر د والي حافظ محمد اغا حکيم، د پنجشېر د کانونو د څارنې کمېټې او يو شمېر سوداګرو په حضور کې د یوې شفافې پروسې له لارې وپلورل شول.

د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې په لسم ځل د دغه ولایت ۱۵۱۹ قیراطه زمرد د هېواد پر سوداګرو په ۱۹۸زره ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت  وپلورل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته