کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي چې په اووم ځل د دغه ولایت له کانونو تازه استخراج شوي ۴ زره ۷۹۴ قیراطه زمرد د یوې شفافې پروسې له لارې د ۳۱۸ زره او ۹۰۰ ډالرو په ارزښت د هېواد په سوداګرو وپلورل شول.
د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رییس مولوي محمد قاسم امیري باختر آژانس ته وویل چې د پنجشېر له کانونو څخه د تازه ترلاسه شوي زمرد اووم ځل لپاره د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکيم، د پنجشېر د کانونو د څارنې کمېټې او يو شمېر سوداګرو په ګډون د یوې شفافې پروسې له لارې وپلورل شول.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې هم ۳ زره ۶۴۰ قیراطه زمرد د ۱۹۸ زره او ۴۰۰ ډالرو په ارزښت پلورل شوي وو.