خبرونهاقتصادټولنه

د پنجشېر د ترافیکو مدیریت سږکال څه باندې ۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د کب ۲۶ مه، باختر

د پنجشېر د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې سږ کال د یاد ولایت د ترافیکو مدیریت څه باندې ۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ ویاند عابد الله عقاب فاروقي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې دغه عواید یې د لایسنس او جوازسیر د وېش له درکه راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د  یاد ولایت د ترافیکو مدیریت عواید د تېرکال په پرتله سږکال زیات شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته