امنیت

دبغلان ولايت دملي امنيت درياست مرستيال شهيد کړى شو .

کابل باختر د ثور ٢٢مه :
دبغلان ولايت  دملي امنيت درياست اوپراتيفي مرستيال نن سهار شهيد کړى شو .  ددوشي ولسوال صاحب داد غفوري دباختراژانس خبريال ته وويل چې  دبغلان ولايت دملي امنيت درياست اوپراتيفي مرستيال دګروال عبدالغفور  ددغه ولايت ددوشي ولسوالۍ دکيله ګي  بازار دچارشنبې په ساحه کې دوسله والو طالبانو په يوه  کمين کې شهيد کړى شو .
غفوري زياته کړه چې په دې پيښه کې يو تن بل  ټپي شوى دى .
ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته