خبرونهاقتصادټولنه

د پروان ښار د فرعي کوڅو د پخولو چارې بشپړې شوې

کابل، د وري ۱۹ مه، باختر

د پروان د بګرام بندر، باباحاجي او د یاد ولایت شاته د ۸۰۰ مترو په اوږدوالي د کوڅو د کانکرېټ چارې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پروان ولایت مرستیال مفتي محمد ادریس انوري ډاډ ورکړ، یوشمېر هغه نورې کوڅې چې تراوسه پورې په اساسي توګه نه دي جوړ شوي پروژې یې د تطبیق او منظورۍ لپاره مرکز ته استول شوې دي.

په ورته وخت کې د چارېکارو ښاروال سید ایمل نیکمل آغا د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې مخکې دغه کوڅې خامه وې او خلک له زیاتو ستونزو سره مخ وو چې یاده ښاروالۍ توانېدلې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د دغو کوڅو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

په ورته وخت کې د چاريکارو ښار يو شمېر اوسېدونکو د يادو کوڅو له کانکرېټ څخه خوښ دي او له مسوولينو يې وغوښتل چې د ښار نورو کوڅو ته هم پاملرنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته