خبرونهاقتصادټولنه

د پروان په ۹ ولسوالیو کې کانالونه او سربندونه جوړیږي

کابل، د مرغومې ۲۵مه، باختر

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس آخندزاده پروان ولایت ته د سفر په ترڅ کې له لوري په یاد ولایت کې د څه باندې ۱۵ میلیونو افغانیو په لګښت سپر پسیج، کانالونو او سربندونو پروژې پرانیسته وکړه.

دغه وزارت ویلي چې دغه پروژه د یاد ولایت په ۹ بېلابېلو ولسوالیو کې پلې کېږي چې نن یې د یاد ولایت په بګرام او سیاه ګرد ولسوالیو کې د یوه سپر پسیج او د یوه کانال چارې د پیل شوې.

د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د دغه پروژو په بشپړېدو سره به په اړوندو برخو کې د یادو ولسوالیو د ولسونو ستونزې هوارې شي.

یاده دې شي چې پرون هم د دغه وزارت له لوري د کاپیسا ولایت په ۶ ولسوالیو کې د کانالونو او سربندونه د رغولو چارې پیل شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته