سیاستخبرونهTOP

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راورسېد

کابل، د وري ۶مه، باختر
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی، نن کابل ته راورسېد.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر، باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ويلي چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خُرم آقا په مشرۍ يو لوړ رتبه پلاوی، د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت په رسمي بلنه، نن کابل ته راورسېد.
د پاکستان د دغه پلاوي د سفر موخه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پراختیا ښودل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته